IQNA

کربلا ددینونو او مذهبونو ترمینځ  د نزدیکت یوه مهمه لاره ده

14:07 - December 28, 2022
د خبر لمبر: 3486666
ایکنا-(تهران) د پاکستان یوې مهمې خپرونې د سند صوبې په ښارونو کې د حسینی عاشورا ددستورو ترسره کیدا په دغو سیمو کې د مسلمانانو او هندوانو ترمینځ د ګډ ژوند بیلګه بللې او لیکلي ئې دي،درستو دینونو ته د راتلونکو نسلونو احترام په اوسمهاله دوران کې د ګډ ژوند د اصولو دپیاوړتیا یوه مهمه برخه ده.

ایکناخبری آژانس د نون له قوله راپور راکړ،د پاکستان یوې مهمې او نیمه رسمي خپرونې؛دي نیوز؛ د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام د شهادت  کلیزه یعنی عاشورا او اربعین د کلیزو دستورې ، په پاکستانیانو کې د ګډ ژوند  او همدردئ یو څرګند مصداق بللی دی.

دغې ورځپاڼې  په هغې سرمقالې کې چې په کربلا معلی کې د حسینی مقدس آستان د مطالعاتو او څيړنیز مرکز  په وسیله ژباړل شوی ،راغلي دي،ددینونو ترمینځ د دینی مصلحتونو، سولې  او وفاق ډيرې بیلګې او مثالونه هغه شیان دي چې د سند صوبې د ترپارکر  او عمر کوټ  په څير په درست پاکستان کې په سلګونو ښآرونو او ښارګوټو کې ئې شاهدان یوو چې د مختلفو عقیدو او دینونو په ماهیّت سره له یوه بل سره له شخړې لیرې  او له یوه واحد اجتماعي کلتور څخه برخمن دي.

په دغې مقالې کې راغلی دي، د محرم دمیاشتې په لسمه یعني دعاشورا په ورځ د کربلا دغمیزې د شهیدانو د کلیزې دستورې چې یو ترټولو لوي غم او مصیبت شمیرل کیږي،د یوه سوله ایز  ګډ ژوند او ورورولۍ یو مصداق دی ،ځکه په دغو سیمو کې  دهندو ټولنې آبادي پخپلو عبادتځایونو(مندرونو) کې د ؛نیاز؛ په نامې خوړو سره  او د ؛سبیل؛ په نامې سره د اوبو  جامونه خلکو ته وړاندې کوي، په داسې حال کې چې  ددغو سیمو له مختلفو دینونو او مذهبونو سره اړونده واړه ،زاړه ځوانان او درست خلک د حضرت امام حسین علیه  السلام د شهادت او اربعین په دستورو کې په ډله ایز ډول ګډون کوي او  هندوان کوربه په احترام او برابرۍ سره دوي ته لازم خدمات وړاند ې کوي.

د مقالې لیکونکی هندو مذهبه شیوا رام سوتر په دغې مقالې کې زیاته کړې ده، له هندوستان سره په پولې کې واقع وستای شوریو  چې هندو معبد مندر  او یوه اسلامی حسینه یا امامباړه په لرلو مشهور ځای دی ،پخپله دیوه وطن د  بچیانو ترمینځ ددینی انسجام یوه ښکاره بیلګه ده. د مسلمانانود د روژماتي په وخت هندوان او د نورو دینونوپيروکار  د سند صوبې له نورو سیمو او نورو ښارونو څخه د سولې او آرامښت لپاره دغه کلي ته راځي. چې دا د  مونږ ټولو لپاره یو ویاړ دی.

https://iqna.ir/fa/news/4109902

captcha